ازمایل شوي ډاکوان هېواد ته سوله راوستلای شي ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د سیپټمبر په ۲۸ مه د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د سولې د عالي شورا نوملړ د ولسمشر کرزي د ویاند لخوا په یوه خبرې ناسته کې اعلان شو . دغه نوملړ چې ٦٨ نومونه پکې شامل دي، له پخوانيو  جهادي رهبرانو ، طالب مشرانو ، قومي مشرانو او يوشمېر دولتي چارواکو جوړ دى .

د سولې د عالي شورا د نوملړ په سرسرکې د پخوانیو جهادي مشرانو هریو صبغت الله مجددي ، برهان الدينرباني ،پير سيد احمد گيلاني، ايت الله شيخ محمد اصف محسني ، عبدالربرسول سياف ، حاجي محمد محقق او د اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمد اسماعيل خان نومونه اخیستل کیږي .

افغانان به یوځل بیا دې تاریخ وهلو څېرو ته د سولې تمه کوي ، هغه څېرو ته چې دېرش کلونه يي افغانان د جګړو په لمبو کې سوځولي ، هېواد ته يي د سولې په راوستو کې په لاهور ، پيښور ، جلال اباد او جبل السراج  کې تړونه لاسلیک کړي او بیا يي مات کړي ، په سپيڅلو ځایو مکه معظمه کې يي سوګندونه خوړلې او بیا پرې ختلي ، هر وار يي یو بل ته د دوستۍ او اسلامي اخوت لاسونه ورکړي او بیا يي په یو بل د کفر ټاپې لګولي دي .

څه ښه يي ویلي « ازموده را ازمودن خطا است.» د افغانانو لویه ختا او تیروتنه دا ده چې له تاریخ څخه يي نه زده کوي . هغه ملتونه چې د خپل تېر تاریخ د ترخو ، بدیو او ماتو او همدارنګه د خپلو ښيګڼو ، بریاوو او لاسته راوړنو څخه د زده کړې وس نلري او تل پلپسې غولیږي او تېروځي ، د وخت په بهیر کې د نیستۍ ګړنګ ته لویدلي او د ځمکې پر مخ جارو شوي دي .

افغانان چې سیمه کې د ګاونډو ملتونو په پرتله لرغونی او روښانه تاریخ لري او د بډایه ، شتمن تمدن او کلتور لرونکي دي ولې نن دومره زهیر شي چې د ډېر زوړ او پخواني تاریخ پېښې نه بلکې د روستیو دوه درې لسیزو پېښې او د هغو انځورګران او لاراچوونکي له یاده وباسي .

دلته د Negativism ( ۱ ) یا هر څه په منفي سترګه کتل موخه نه ده بلکې پېښې څنګه چې دي باید هسې ولیدل شي . دغه کسان چې نومونه يي په درناوي سره د جهاد د مشرانو په نوم د هرې شخړې او ناورین د حل د کلي پتوګه یادیږي ، خپله په کور دننه په ټولو شخړو ، جګړو ، د هېواد په ورانۍ او د افغانانو په ټولوژنه کې ښکېل دي !

د جهاد ددغو ټيکدارانو په مشرتوب د هېواد په کلیو او بانډو ، د ښارونو په کوڅو او سړکونو کې د افغانانو د وینو بیالې بهېدلې ، د هېواد پلازمېنه کابل کنډواله شوی ، ۷۰ زره  بېګنا کابلیان وژل شوي او په لسګونو زره هېوادوال بهر ته په کډه کولو اړ شوي .

یوازې کابلښار کې ددغو مجاهدینو څو پاچاهۍ واکمني وي :

ــ د علاوالدین دوه لارې ، د دولتي امنیت لومړی ریاست ، په دارالمان کې د رییس په نوم ځای ، د اوبو لګولو وزارت ، د نور روغتون ، حجاري ، دهمزنګ ، کابل ژوبڼ ، د ترافیکو ریاست ، دکابل بریښنا ریاست ، د لوړو او مسلکي ښوونو وزارت ، د کرهڼې وزارت ، سخې مېنه « کارته سخي » ، کابل پوهنتون ، علي اباد روغتون ، کابل سیلو ، د برقي بسونو ریاست ، د ښاروالي پینځم ښارګوټی « ناحیه » ، کوټه سنګي ، دهبوري چوک ، د کابل فلز تصدي ، د سرې میاشتې روغتون ، درييمه کارته ، څلورمه کارته ، ضربتي ۶۱ غونډ ، برچي دښته ، حربي ښوونځی ، ګلخانه ، پینځمه او شپږمه حوزه ، مهتاب قلعه ، جبارخان کلا او د سکاد قطعه د وحدت ګوند پلاس کې

ــ چهلستون ماڼۍ ، ده دانا ، دوغ اباد ، تاجبیک ماڼۍ ،  دفاع وزارت ماڼۍ ، اغا علی شمس ، د جنګلک فابریکه ، د ګذرکا پل ، چهاراسیاب او بګرامي د ګل بدین پلاس کې .

ــ جاده ، سنګتراشي ، بالاحصار ، سیدنور محمدشا مېنه ، رحمان مېنه ، مرنجان غونډۍ ، حضوري چمن ، غازي سټدیوم ، عیدګا جومات ، د ملي بس تصدي ، لومړي مکرویان ، د مخابرې ۵۲ مه قطعه ، د هوايي میدان یوه برخه ، قصبه خانه او ده خدایداد  د دوستم پلاس کې .

ــ هوايي میدان ، هوايي بلاکونه ، د کابل د دولتي امنیت ریاست ، ۲ ــ ۳ ــ ۴ مکرویان ، راډيو تلویزیون ، د کابل ګارنیزیون ، جمهوري ارګ ، د صدارت څلورلارې ، شهرنو ، پروان مېنه ، باغ بالا ، پولي تخنیک او د څارندوی اکاډومي ، د خیرخانې مېنې ۱ ـ ۲ ـ ۳ برخه ، د جمعیت او داحمدشا مسعود د نظارشورا پلاس کې .

ــ ټایمني ، وزیراباد ، چارقلعه ، خواجه بغرا او تهیه مسکن د سید منصور نادري په مشرۍ د اسمعیلیه مذهبي فرقي پلاس کې .  

 همدارنګه د میرویس میدان خواوشا سیمې د سیاف د ځواکونو پلاس او د ښار دننه ځینې نورې سیمې د مجددي او پيرسیداحمد ګیلاني د ځواکونو تر منځ ویشل شوې وي. پلچرخې او شاوخوا سیمې د محمدي په مشرۍ اسلامي انقلاب حرکت ته رسیدلې وي .

که څه هم د هر مشر تر واک لاندې سیمه کې ځانګړې پاچایانې وي ، خو د کابلښاریانو په لوټولو ، وژلو  او کډه کولو کې ټول سره شریک وو .    

راځۍ  د دغو کسانو چې اوس هم ځانونه مشران او د جهاد ټیکداران بولي د ټولنې د برخلیک ، بیت المال او د افغانانو د شخصي شتمنیو د لوټ او تالان یو نوملړ ترسترګو تېر کړو :

ــ د مدنې ټولنې د ټولو بنسټونو او هستو ړنګول چې د هېواد د روښانفکرانو او نورو وګړو د څو نسلونو د کار او زیار پایله وه او همدارنګه د څانګپوهانو « متخصیصینو » او مسلکیانو ټيټ ګڼل او له هېواده شړل .

ــ  د « جنګي غنیمتونو » په نوم  د تاریخي او کلتوري شتمنیو لوټول . د ملګرو ملتونو د یونسکو ټولنې د یوه رپوټ له مخې له خوندیځونو « موزیمونو » څخه د ۳۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د لرغونتوکو غلا .

ــ د هېواد د وسلوالو ځواکونو د وسلو ، جنګي وسایطو او مهماتو لوټ چې یوازې په زیرمتونو کې يي د فالتو پرزه جاتو ارزښت له پينځه میلیاردو ډالرو ډېر اټکل کېده . همدارنګه غواړم د لاندې وسلو ، وسایطو او مهماتو په اړه چې د ارواښاد نجیب الله له دولت څخه د رباني تنظیمي ادارې ته پاتې وو د لوستګړو پام راوګرځوم :

۱ــ پیاده سپکه او درنه وسله : یو میلیون میله

۲ ــ د توپونو او هاوانونه بېلا بېل ډولونه : د شپږلکو څخه زیات میله

۳ ــ د ټانکونو بېلا بېل ډولونه : ۲۵۰۰ چاینه

۴ ــ د رزه پوښ شوبلو بېلا بېل ډولونه : ۳۰۰۰ عرادې 

۵ ــ بېلا بېلې ترانسپورتې وسیلې : ۲۹۰۰۰ عرادې

۶ ــ  ښکاري او ترانسپورتي الوتکې او چورلکې : ۴۵۰ الوتکې

۷ ــ د مخابرې ، استحکام ، لوژستیک او داسې نور وسایط او دستګاوې : ۴۸۰۰

۸ ــ  د سکاد راکټونو دستګا : ۸ دستګا

۹ ــ د ریاکټیف بېلا بېل راکټونه : سل زره فایره

۱۰ ــ زیرمه شوي مهمات : له سل زرو ټنو څخه زیات

۱۱ ــ د لونا راکټونه ، اورګان ، استرلا ۱۰ ، د الوتکو د ترمیم فابریکې او پوځي جامې

اوس که موږ بیا دغو کسانو او نورو هغو ته چې په بربریت او وحشت کې له دوی هم څو ګامه وړاندې دي واک ورکړو چې هېواد کې سوله راولې ، افغانان پر یوه ټغر راغونډ کړي او په هېواد کې ددیموکراسۍ بهیر ګړندی کړي ایا موږ ځان ، افغان ملت او نړۍ نه تېرباسو !

له دغو کسانو څخه باید د پورته او نورو قلمو غلاوو پوښتنه وشي ، د وژل شویو کسانو په تور محاکمه شي او د عدالت منګلو ته وسپارل شي !

البته افغانان د جګړې فوري بندښت ، سولې او پر یوې چرګۍ راټولېدو ته اړتیا لري خو دا کار باید هغه ځواکونه او شخصیتونه په لار واچوي چې هغوی په هېواد کې سولې ، امنیت او دیموکراسۍ ته ژمن دي .

که چیری ددغو جګړمارو او جنګي مجرمینو پرځای د سولي په عال شورا کې هېوادپال شخصیتونه چې لاسونه يي د افغان ملت په وینو ککړ نه دي لکه استاد ترکي ، اشرف غني احمدزی ، عبدالرحیم هاتف او نورو ګډون درلودی ، کیدای شوای چې د هزاره وروڼو خبره له دغه شورا څخه یو څه « بور (۲ ) » شوی وای .

ډیری په دې نظر دې چې له دغې شورا څه نه جوړیږي او وضعه به د ښه کېدو پرځای نوره هم کړکېچنه او ستونځمنه کړي !

څرګندونې :

( ۱ ) Negativism : په چارو او کړو وړو کې تل منفي لوری نیول ، د طبیعي غوښتنو او ویینو په خلاف دریدل

( ۲ ) بور نمیشه ، د هزاره وروڼو یوه اصطلاح ده ،یانې « څه ترې لاس ته نه راځي »   

اخځونه :

ــ از تصرف کابل تا سقوط مزار له کتابه : د بصیر صبا لیکنه

ــ د وطن پیغام بریښناپاڼه : د ک  ، کمال له لیکنې څخه

د  ۲۰۱۰ کال د سیپټمبر ۲۹ مه

 

 


September 29th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات